
د خیبر پښتونخوا په صوابۍ سمه کې له وسله والو طالبانو سره، په عملیاتو کې څلور پوځیان وژل شوی دي.
د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګه ISPR ویلي. چې دا پېښه د چهارشنبې په ورځ سهار په په شیریټکوي سیمه کې د وسله والو د شتون په اړه د استخباراتي معلوماتو په نتیجه کې د عملیاتو پر مهال رامنځته شوې.
د پوځ دغې څانګې ویلي، چې وسله والو په ډزو کې وژل شوي پوځیان دا دي: افسر علي سلمان، حوالدار غلام نذیر، حوالدار اختر او سپاهي عبدالکریم شامل دي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان حکومت د رد الفساد تر نامه لاندې عملیات ترسره کوي