اوکراین له ۲۰۱۴کال راهیسې تر ټولو ډېرو افغانانو ته پناه ورکړې ده

د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ په یوه راپور کې ویلي دي چې له ۲۰۱۴ میلادې کال راهیسې د اوکراین هیواد تر ټولو ډېرو افغان مهاجرینو ته پنا ورکړې ده.
د راپور له مخې اوکراین ۱۴۹۷ افغانان د پناه مستحق ګڼلي دي او په خپله خاوره کې یې ځای ورکړی دی چې د نورو ملتونو مهاجرینو په پرتله یې شمېر د پام وړ زیات دی.
دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر اروپایي هیوادونه غواړي د کډوالو پر وړاندې خپل قوانین سخت کړي.