
د ملګرو ملتونو بشري حقونو ادارې ویلي دي چې په ونزویلا کې د بشري حقونو څخه سرغړونه شوې ده.
یاد بنسټ ویلي دي چې د ونزویلا پولیسو له د مظاهره چیانو پر وړاندې له حده زیات ځواک او زور زیاتي څخه کار اخستی دی.
د ونزویلا پولیسو په دې وروستیو کې ۴۶ لاریون کوونکي وژلي دي او تر ۵زرو یې نیولي دي چې له زرو زیات یې تر اوسه بندیان دي.
د ونزویلا دولت پر وړاندې هغه وخت غبرګونونه راوپاریدل چې ولسمشر نیکولاس مارودو وغوښتل چې په اساسي قانون کې بدلون راولي تر څو له مخې یې خپل او د واکمن سوسیالست ګوند واکونه زیات کړي.
له بلې خوا په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیوګانې خپرې شوې چې د برما پوځ ښيي چې د یاد هیواد سلګونه مسلمانان چې ښځې او ماشومان هم پکې دي ژوندي په ډله ییزه توګه تر خاورو لاندې کوي چې تر اوسه نړیوالو په دې اړه کوم غبر ګون نه دی ښودلی.
د څو کلونو راپه دیخوا د برما سختدریزی بودایي دولت پر مسلمانانو ظلم وستم کوي او په بې رحمانه ډول یې وژني چې نړیوال بنسټونه یې پر وړاندې چوپه خوله دي.