ټرمپ وایي که شمالي کوریا بیا ځلې ګواښ وکړ له سخت برید سره به مخ شي

د امریکا ولسمشر وایي که شمالي یوځل بیا امریکا ته خبرداری ورکړ نو له داسې اور او غضب سره به مخ شي چې پخوا یې په نړۍ کې ساری نه وي لیدل شوی.نوموړی چې د امریکا په نیوجرسي کې یې خبریالانو ته خبرې کولې ویلي دي چې د شمالي کوریا لپاره ښه ده تر څو نور امریکا ته ګواښونه ونه کړي.
څه موده پخوا شمالي کوریا داسې توغندی وازمایه چې په امریکا کې اهداف ویشتلی شي او اوس داسې خبرونه خپاره شوي دي چې یاد هیواد اټومي وړې خولۍ جوړې کړي دي چې توغندي یې لیږدولی شي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یاد هیواد پر وړاند په غوڅ اکثریت نوي بندیزونه ولګول