
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي چې له ګرجستان څخه د جلا شوې سیمې افقازیه د امنیت او خپلواکۍ په اړه کلک هوډ لري او په اړه به یې لازم اقدامات وکړي.
نوموړي یادې خبرې د جلاشوې سیمې له مشر سره په کتنه کې کړي دي او ویلي دي چې اوسمهال اړتیا ده د افقازیه د اقتصادي ودې په اړه تصمیمونه ونیول شي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې امریکایي چارواکو وویل چې له ګرجستان او بالتیک هیوادونو کامل ملاتړ کوي.