پاکستاني پوليس: د لاهور د چاودنې موخه نواز شريف و

د پاکستان پولیسو ويلي، چې هغه باروړونکی موټر چې په میوو بار و، په حقیقت کې د نواز شريف د له منځه وړلو لپاره چمتو شوی و.
د پولیسو د رېپوټ پر بنسټ، چې یاد موټر يوه ورځ مخکې په هغه لاره کې درول شوی و، چې د نواز شريف د تګلاره وه، خو څرنګه چې په وروستيو شېبو کې لاهور ته  د نواز شریف د تګ پلان بدل شو، نوموړی بچ شو.
د دې موټر په چاودنه کې ۴۶ تنه وژل شوي او ۱۰۰ شا و خوا موټر هم ویجاړ شوي دي.