د سامسونګ نوی ۸۸ اینچه ټلویزیون را وتلی

‌د سامسونګ کمپنۍ کیو ایل اي ډي ۸۸ اینچه تلویزیون جوړ او بازار ته وړاندې کړی دی، چې ۲۰ زره ډالره قیمت لري.
ویل شوي، چې دا ټکنالوژجي په کوانتوم ډات تکنالوجي سمبال ده.
دا ټلویزیون د وخت په تېرېدو سره، د د رڼا او رنګ د کیفیت د کمېدو مخه نیسي. د سامسونګ دا Q9TV)) ټلویزیون، چې سکرین ۸۸ اینچه دی، د امریکا په بازارونو کې وايي چې په ۲۰ زره ډالره پلورل کېږي.
په دې ټلویزیون کې ټولې نوې انځوریزې ټکنالوجي کارول شوې او د سامسونګ کمپني د چارواکو په وینا د تلویزیون رنګونه سل په سلو کې ژوندي دي.