امریکا هلمند ته نور سمندري ځواکونه لیږي

د امریکایي رسنیو د راپورونو پر بنسټ امریکا په پام کې لري چې د افغانستان هلمند ولایت ته نور سمندري پلي سرتیري استوي.
ویل کیږي چې دا سمندري ځواکونه به هملند ته د نورو میشتو ځواکونو سره د مرستې په موخه ولیږل شي.
د ای بي سي نیوز د امریکایي چارواکو له خولې ویلي دي چې یاد ځواکونه یې د ټرمپ د نوي ستراتیژۍ برخه نه ده کوم چې غواړي افغانستان ته اضافي سرتیري ولیږل شي.
هلمند ته د نویو استوونکو سرتېرو دقیقه شمېره نه ده معلومه.