ولسمشر غني د پاکستان له نوي صدراعظم  سره خبرې کړي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان له نوې صدراعظم شاهد خاقان عباسي سره په ټيلفون خبرې کړې دي.
غني د پاکستان صدارعظم ته د دندې مبارکې سربیره، په سیمه کې په ځینو نورو مهمو مسایلو هم بحث کړی دی.
ویلی شوې، چې عباسي له ولسمشر غني سره په خبرو کې ترورېزم د سیمې لپاره، یو ګډ ګواښ وباله او ټینګار يې کړی، چې کابل او اسلام‎اباد باید په ګډه ددې پدیدې د له‎منځه وړلو لپاره هڅه وکړي.
د پاکستان صدراعظم د دفتر په یوې اعلامیه کې راغلي، چې د صدارعظم او د افغان ولسمشر پرېکړه کړې، چې په سیمه کې د انرژۍ په برخه کې د پرتو ستونزو او د اقتصادي پرمختګونو پر وړاندې د خنډونو د لیرې کولو لپاره به دواړه هېوادونه له یو بل سره مرستې کوي.