
د ملګروملتو د ماشومانو د زده کړو ملاتړه اداره/ یونسیف وايي، چې په نایجریا کې له زده کړو د بې برخې ماشومانو شمېر د ټولې نړۍ یونیسف: په نایجریا، افغانستان او پاکستان کې د زده کړې وضیعت خراب دید هغو ماشومانو، چې ښوونځي ته له تګه پاتې دي، په سلو کې له ۲۰ سره برابر دی.
دې ادارېپه نایجریا کې د نجونو ښوونځي ښودل دي خو وایي، چې زده کوونکي یې ښوونځي ته د تګ پر ځای څاروي پیايي، د کبان نیسي او یا د ترهګروله کبله د هېواد په شمال ختیځ کې بې ځایه شوي دي.
د یونسیف یوې جګپوړې مامورې اغلې ازوکا مینکیتي ویلي،چې په درو هیوادونو کې د ماشومانو د تعلیم وضعیت خراب دی؛ دا درې هیوادونه نایجریا، افغانستان او پاکستان دي.
هغې وویل، چې په یادو دریو هېوادونو کې په ځانګړي ډول د نجونو د زده کړو وضعیت خراب شوی دی.
د یونسیف په دغه راپور کې ډېر تمرکز د نایجریا د ماشومانو پر وضعیت شوی مګر د افغانستان په اړه په کې ډېر څه نه دي ویل شوي.
خو په افغانستان کې هم د سختدریځو ډلو له لوري، په ځانګړي ډول د نجونو له زده کړو سره زیات مخالفت کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان په جنوبي او شرقي ولایتونو کې نژدې نیمايي هلکان او اکثره نجونې له زده کړو بې برخې دي او یوازې په مرکزونو کې د نجونو ښوونځي فعال دي.