
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د افغانستان په اړه به د یاد هیواد ستراتیژي ژر تر ژره اعلان شي.
د یاد وزارت جنوبي او مرکزي اسیا معینیت سرپرستې میرمن الیس ویلیس چې کابل ته په سفر راغلې ده پرون یادې څرګندونې کړي دي.
نوموړي چې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي سره یې لیدنه درلوده په یو لړ نورو امنیتي او اقتصادي موضوعاتو خبرې اترې کړي دي.
دا څووم ځل دی چې د امریکا لوړپوړي چارواکي د افغانستان په اړه د یاد هیواد نوې پالیسۍ د اعلان خبره کوي خو تر اوسه یاده ادعا نه ده رښتیا شوې.