مایک پنس وایي په اړه یې د نیویارک ټایمز راپور غلط او شرموونکی دی

د امریکا ولسمشر مرستیال مایک پنس د نیویارک ټایمز ورځپاڼې له خوا خپور شوی هغه راپور رد کړ کوم چې پکې ویل شوي وو پنس غواړ د ۲۰۲۰ میلادي کال ولسمشرۍ په ټاکنو کې ځان نوماند کړي.
نوموړي د یاد راپور پر وړاندې کلک غبرګون ښودلی دی او ویلي یې دي چې یاد راپور شرموونکی او توهین آمیزه دی.
نوموړي ویلي دي چې په راپور کې راغلي ټولې ادعاګانې ناسمې دي.