
د ایران سپاه پاسداران خبر ورکړی دی چې د دوی یوه پوځي پر خپلو ملګرو ډزې کړي دي چې له امله یې ۴تنه وژل شوي او اته نور یې ټپيان کړي دي.
د ایران پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې پېښه د تهران جنوب لس کیلومترۍ کاریزک په ښارګوټي کې رامینځ ته شوې ده.
تر اوسه د برید اصلي لامل نه دی څرګند خو په اعلامیه کې ویل شوي دي چې ښایي یاد سرتېري دا کړنه د رواني ستونزې له امله ترسره کړې وي.
د ایران په پوځ کې داسې پېښې ډېرې نادرې وي.