اسراییل دولت  د الجزیرې شبکې دفترونه تړي

 د اسراییلو دولت ویلي، چې دوی په بیت المقدس کې د الجزیرې شبکې دفترونه تړي. نن د یکشنبې په ورځ د اسراییلو دولت د مخابراتو وزیر ایوب کارا وویلي، چې دوی د الجزیرې شبکې د کارکوونکو د کار اجازه لغوه کړې ده.
د مخابراتو وزیر ښاغلي کارا الجزیره د ترهګري په ملاتړ تورنه کړې؛ هغه وویل، چې دغې شبکې د اسراییلو پر وړاندې د تاوتریخوالي په هڅولو کې لاس لري.
بل خوا د الجزیرې نړیوالې شبکې هم خبر ورکړی، چې دوی هغې ناستې ته نه دي وررغوښتل شوي، چې د دوی د شبکې د کار اجازه یې په کې منعه کړې ده. 
د اسراییلو وزیر دا هم وویل، چې ژر به یې په سټلایټ او انټرڼېت هم خپرونې ور قطع کړي.
تر دې وړاندې هم د اسراییلو لومړني وزیر بنیامن نتنیاهو دغه شبکه په بیت المقدس کې د تاوتریخوالي په خپرولو تورنه کړې وه او د تړلو غوښتنه یې هم کړې وه.
تر هغې وروسته، چې اسراییلو د الاقصی جومات شاوخوا د امنیتي تدابېرو په نامه نږې ټولې لارې وتړلې او په سیمه کې یې امنیتي کمرې کېښودې، نو پر وړاندې یې ډيرو فلسطینیانو په لاریونو لاس پورې کړ.
اسراییلو وزیر دا اعلان وروسته له هغې کړی، چې دوی دوه پولیس  د حرم جومات په انګر کې د فلسطیني ځوانانو له خوا ووژل شول.