اروپا ته بنګله دیشیان هم روان دي

له ننه دوه کاله مخکې اروپا کې بنګله ديشي مهاجر په نشت حساب و، مګر اوس په منځني ختيځ کې د حالت خرابیدو له کبله، کار او غريبۍ ته تللي بنګلاديشان هم د نورو هېوادونو وګړو په څېربنګله ديشيانو هم اروپا ته مخه کړې ده.
 
ویل شوي، چې په خليج هيوادونو کې د تيلو د بيو لوړې شوې دي؛ وایي، چې همدا لامل دی،چېاوس هلته مېشت بنګله ديشي مهاجر د ليبيا او له هغه ځای څخه د مديترانې سمندرګي له لوري اروپا ته ځي.

ښودل شوي، چې دغه مهاجرین لمړی د ايټاليا ټاپوګانو ته ځانونه رسوي. له دې لارې چې تر ډيره د افریقا او منځني ختيځ هيوادونو له مهاجرینو کار اخلي؛ پس له دې وروسته به، اوس په کې  بنګله ديشي مهاجرین هم ورزيات کړای شوي دي.

دویچه ویله پښتو پاڼې ته ویل شوي، چې احد یو ۲۸کلن ځوان دی؛ نوموړی د هغو بنګله ديشي مهاجرو څخه یو دی، چې تيرکال ليبيا څخه د مديترانې سمندرګي له لارې ايټاليا ته تللی دی.
وايي چې " انفو ايمګريشن" ويب پاڼه ته ویل شوې، چې د مهاجرو په اړه معلومات خپروي؛ د احد په اړه ليکلي، چېکله هغه په مديترانې سمندرګی کې وژغورل شو، د هويت تر پيژندګلوې وروسته دا خبره د ژغورونکې ډلې لپاره، ډيره د حيرانتيا سبب شو، چې احد د ۷نيم زره کيلومتره لرې هيواد بنګله ديش څخه راغلی دی.

په مديترانې سمندرګې کې د ژغورنې ډلې (ايس. او. ايس مديتيرين) په حواله، له کومې کښتۍ څخه چې احمد وژغورل شو، په هغې کې۹۰ تنه مهاجر په کې سپاره وو، چې له هغې جملې څخه۶۷ تنه يې بنګله ديشيان و.

بنګله ديش په تيرو دوو کلونو کې په فرانسه کې د هغو لسو لمړيو هيوادونو په ډله کې راغلی، چې اتباعو يې له فرانسې څخه د سياسي پناه غوښتنې کړېده.

په پاريس هېواد کې د بنګله ديشي چارو پورې د اړوندې يوې ادارې کارپوه جيرمې کارډن وايي: " د مهاجرت په موضوع کې د بنګله ديشيانو د شمير زياتوالی يوه نوې خبره ده. اوس په ډیر شمير کې بنګله ديشي مهاجر د مديترانې سمندرګې له لارې اروپا ته د راتلو په حال کې دي".

د بنګله دیشي احد په وینا، چې هغه لمړی خپل سفر د بنګله ديش پلازمينې ډهاکې څخه د عمان پر لور پيل کړ چې له هغه ځایه بحرين، ترکيه او بيا ليبيا ته راغی او ليبيا څخه يې اروپا پر لور سفر وکړ.

احد وايي چې ډیری بنګله ديشیان د کار و بار لپاره، ليبيا ته راځي او دی هم په اصل کې د کورنۍ لخوا ليبيا ته استول شوی وي، چې هلته کار وکړي او پيسې وګټي. خو احد وايي چې ليبيا کې د خراب وضعيت او انساني حقوقو ته د نه درناوی کولو له امله اړ شو چې اروپا پر لور سفر وکړي.

د مديترانې سمندرګی، اروپا ته د مهاجرت تر ټولو خطرناکه غيرقانوني لار بلل کيږي. د راپورونو پر اساس تيرکال پر دغې لار شاوخوا ۵۰۰۰ مهاجر اوبو کې مړه شوي دي.