
د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي دي چې ایران به له اټومي هوکړه لیک څخه د امریکا په سرغړونه غلی پاتې نشي او پرې به نږدي چې یاد هیواد منزوي شي.
نوموړي چې د خپلې ولسمشرۍ دوهمې دورې د لوړې په مراسمو کې یې خبرې کولې ویلي دي چې ایران له یادې موافقې سر نه غړوي خو که امریکا یې مخالفت وکړي ایران به غلی پاتې نشي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره اټومي موافقه خرابه ګڼلې ده.
تازه امریکا پر ایران نوي بندیزونه لګولي دي چې د ایران غبرګون یې پارولی دی.