
د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر شمالي کوریا د سختو بندیزونو لګولو څخه په غوڅ اکثریت ملاتړ کړی دی.
پر یاد هیواد د بندیزونو طرحه امریکا جوړه کړې وه چې په غوښتنه یې د امنیت شورا بېړنۍ غونډه راوبلل شوه او له یادو بندیزونو څخه کلک ملاتړ وشو.
د بندیزونو په لړ کې به د شمالي کوریا پر صادراتو بندیز ولګیږي چې کوم چې د یو ملیارد ډالرو په ارزښت دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال شمالي کوریا د دریو ملیاردو ډالرو په ارزښت تجارتي توکې صادر کړي وو.
امریکا وروسته له هغې پر شمالي کوریا د بندیزونو طرحه جوړه کړه چې شمالي کوریا د جولای په میاشت کې دوه داسې لېرې واټن ویشتونکي توغندي وازمایل چې په امریکا کې موخې په نښه کولی شي.
امریکایي سرچینو ویلي دي چې پر شمالي کوریا د بندیزونو لګولو څخه موخه د یاد هیواد پر مشرانو فشار راوستل دي تر څو یاد هیواد له توغندیو جوړلو لاس واخلي.