ناټو وایي، چې په افغانستان کې یې د بریدونو هڅه له منځه وړي.

په افغانستان کې امنیتي چارواکو خبر ور کړی، چې د ناټو په مشري د قاطع ملاتړماموریت د رومانیې ځواکونویو په یو افغان پولیس د برید هڅه کړې خو په پایله کې بریدګروژل شوی دی.
په کابل کې د ناټو قاطع ملاتړماموریت عمومي قومندانۍ ویلي دي، چې د رومانیې یو سرتیری او یوافغان پولیس په دغه پېښه کې ټپیان شوي دي.
ویل شوي، چې دغو سرتیرو په کندهار ولایت کې افغان ملي پولیسو ته روزنه ورکوله چې برید پرې وشو.
د ناټو په بیانیه کې راغلي دي، چې مسوولینو د ټاکل شوېکړنلارې پراساس د قانون د پلي کولو د روزنې پروگرام پوره کړاو ددې ته چمتو و، چې بیرته خپل نظامي مرکز ته لاړ شي؛ په دې وخت کې د عامه نظم یو افغان پولیس برید پرې کړی.
بل خوا د رویټرزخبري اژانس په راپور کې راغلي، چې د ناټو په بیان کې راځي، چې رومانیايي سرتیرو د سلا کارانوامنیت ېې نیولی و، خو دوی په دفاع کې ځوابې ډزې کړې دي.
دا برید په داسی حال کې شوی، چې د امریکا غواړي په افغانستان کېخپل د سرتیرو شمیرزیات کړي، خو په دې ورستیو کې د داخلي بریدونو د پیښو لړۍ په دې بهیر کې ستونزې راپیدا کړې دي.