مک‌ماسـټر وایي، چې د پاکستان ملاتړ له طالبانو نور د زغم وړ نه دی

د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت مشاور مک‌ماسټر وايي،چېسپینه دوی په تمه ده؛ ددې لپاره، چېد طالبانو پر وړاندې د پاکستان هېواد چلن بدلون ومومي.
هغه د ډونلډ ټرمپ له خولې ویلي، چې نور دوی ته د طالبانو او نورو ډلو هر ډول ملاتړ د زغم وړ نه دی.
مکماسټر ویلي دي، چې سره له دې چې پاکستان په ترهګرۍ کې زیانونه هم لیدلي خو د ترهګرۍ پر واندې چلند یې انتخابي دی.
همدارنګه د سیمې هې،ادونو له خوا هم په پاکستان یو لړ تورونه دي، چې ګواګې دوی په سیمه کې ترهګرې روزي.
په ښکاره پاکستان څو ـ څو ځلې ددغو ډول د لمنځه وړلولپاره، عملیات ترسره کړې خو داسې ویل کېږي، چې پاکستان د طالبانو او نوروترهګریزو ډلو لوی ـ لوی مرکزونه ته هېڅ هم نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې دی، چې د امریکا په نوې تګلاره کې به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمېر له زیاتوالي سره هوکړه وشي.
بل خوا ددې چارو متخصیصن وایي، چې د امریکا نوې پالیسۍ په برخه کې پاکستان هېواد هم له پامه ونه غورځول شي.