
ټولو هغه مشرانو او دوستانو ته چې په دې برخه کې يې خپل سپيڅلې احساسات څرګند کړي په درناوی
تيره اونۍ يوې انټرنټي ورځپاڼې افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا دمتحده ايالاتو د ولسمشر د ځانګړي استازي ريچارد هولبروک له خولې داسې څرګندونې خپرې کړې، چې په کې پښتون قوم طالب ياد شوی و ، او پرموجوده حکومت هم نيوکې شوې وې ، دا چې نوموړي څه ويلي او په کوم هدف يې ويلي زه پرې څه نه وايم ځکه دوی زورور دي، دوی هر څه وايې او هر څه کوي .
خو زه غواړم دلته په دې وغږيږم چې ايا د ورته څرګندونو پر وړاندې زموږ د پښتنو توند غبرګون څومره پښتون ولس ته ګټه رسوي او څومره تاوان ؟ د دې راپورونو له خپريدو وروسته سمدستې ځينې پښتانه سياسي کارپوهان مطبوعاتو ته رواوتل او خپل سپيڅلي احساسات يې د امريکايانو پر وړاندې څرګند کړل ، او داجملې يې تکرار کړې ، موږ دلته انګريزان مات کړي موږ دلته روسان مات کړي موږ دا کړي ، موږ هغه کړي او موږ به دا وکړو او... زه له دې قدرمنو دا پوښتنه کوم ، چې دغه امريکايان چې زما او ستا په وطن کې پر ماو اوتا واکمن دي ماو او تا راغوښتي او که په شين زور راغلي ،نو محترمو که موږ څه کولای شوای ، نو له اوله به مو اجازه نه ورکوله ، ځکه هيڅ افغان نه غواړي چې بهرنيان دې په هېواد کې د دوی له خوښې پرته تګ راتګ وکړي ، هو که موږ څه کولای شوای نو لومړی به مو دوی له ړندو بمباريو راګرځولي و، چې نږدې هره اونۍ يوه پښتنه کورنۍ د غم پر ټغر راټولوي،
د جهاد په دوران کې به په جهادي کړيو کې دا خبرې ډيرې زمزمه کيدلې ، روسيه مو څو ټوټې کړه او امريکا به څو ټوټې کوو ، سره د دې چې د همدې امريکايانو په وسلو او مهماتو به يې د روسانو پر وړاندې جهاد پر مخ بيولو.
زه نه وايم چې موږ بايد امريکا سره د زړه له کومي مينه وکړو او په دې هر افغان پوهيږي چې امريکا زموږ د دين او وطن دواړو دښمنه ده.
دا چې دوی زورو دي موږ کمزوري وايې چې د زورو او کمزورو خدای نه ده برابره کړې نو راځئ له دوی سره له داسې تاکتيکه کار واخلو چې هم مو ځان ساتلی او هم مو دښمن ته زيان اړولی وی .
خو له بده مرغه موږ په دې برخه کې ډير کمزوري يو ، موږ دعوا کوو چې نږدې شپيته ميلونه پښتانه د ډيورنډ کرښې دواړو غاړوته ژوند کوي ، خو هيڅکله مو هم زبرځواکونه په دې قانع نه کړی شول چې موږ يو وړ او غښتلی ولس يو ،دوی ته موته هيڅکله ونه ويلې چې ستا ګټې دا دي او زما دا ، ستا ګټو سره زما کار نه شته ، خو زما ګټو سره به غرض نه کوې ، موږ تل د نورو دګټو غم خوړلی ، ځان مو اور ته نيولی، خو نورو ته موګټه رسولې هغه هم هغه چاته چې هيڅلکه يې زما خير نه دی غوښتی تل يې راسره دوه مخيزه پاليسي پر مخ بيولې . ځينې دوستانو د هولبروک د څرګندونو په غبرګون دا هم ويل چې دا د نوموړي خپلې خبرې نه دي بلکې په افغانستان کې د ځينو مشخصو کړيو خبرې دي ، خو که داسې ده نو څنګه دغه لږه کي تل په دې بريالي شوي چې ستر قوتونه زموږ پر وړاندې استعمال کړي ، دوی له روسانو سره ښه مناسبات لري خو موږ يې ورسره مقابل کې درولي يو ، دجهاد ټيکه داري هم له دوی سره ده ، ته ووژل شوی بې کوره شوې لا هم په اور کې سوزې ، خو مجاهد او ملي قهرمانان د دوی دي ، په همدې نامه له موجوده حکومت څخه امتيازات هم اخلي . له امريکايانو سره يې هم اړيکي تر دې کچې رسيدلي چې اوس د دوی خبري د امريکايانو له خولې راوځي ، که سبا امريکا د هر چا له خوا په افغانستان کې ماته خوري نو فکر نه کوم که بيا څوک ووايې چې پښتنو يې پر وړاندې مقاومت کړی دلته به هم امتياز نور اخلي ، ځکه موږ کې دا وړتيا نه شته ، موږ يوازې د جنګ جګړو توريالي يو ، موږ تل په سياسي لوبغالي لوبه بايللې .
زما هيله له خپلو پښتنو څخه دا ده چې د ورته مسايلو سره سرسري او احساساتي برخورد ونه کړي ، موږ ډير وروسته پاتې يو ، موږ بايد خبرې لږې عمل ډير وکړو ، زما په اند ورته څرګندونې د دې پر ځای چې دښمن نور هم ځانته متوجه کړو نور به هيڅ ګټه ونه رسوي ، ځکه موږ وليدل غبرګونونه ډير تند ول خو چا پرې غوږ هم و نه ګراوه ، . موږ بايد له ځانه غټو خلکو ته غيږ ورنه کړو موږ ډير دښمنان لرو په سيمه ييزه کچه هم دښمنانان همدغه بيچاره ولس ته متوجه دي ايران ، پاکستان هر يو يې زموږ پر وړاندې شپه او ورځ په دسيسو بوخت دي په کور دننه يې راته خپل ورونه زموږ پر وړاندې درولې . خو خبره لنډو چې په سيمه کې له د ښمن پرته دوست نه لرو نو په داسې يو حالت کې بايد په ډير دقت قدم واخلو او له احساساتي کړنو تير شو .