ولسمشر غني له حسن روحاني سره کتلي

ولسمشر غني له خپل سیال د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره نن په ایران کې لیدلي دي.
د افغانستان او ایران ولسمشرانو په نننۍ ناسته کې د امنیت په بېلابلو اړخونو خبرې کړې دی. د دواړوهېوادونو ولسمشرانو ترمنځ په دې لیدنه کې په افغانستان کې امنیت مهم بللی شوی.
بل خوا د ایران ولسمشر حسن روحاني ولسمشر غني ته په دې برخه کې ډاډ ورکړی دی. همدارنګه د دواړو سیالانو ترمنځ په دې ناسته کې د ترهګري په وړاندې په مبارزه هم خبرې شوې دي.
په دې ناسته کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د داعش نوم نه دی یاد کړی، خو ویلي یې دي، چې ترورېستانو په عراق کې ماته خوړلې ده؛ له همدې کبلهاوس خپلې پېښې سیمې هېوادونو ته هم غزوي.
په یاده ناسته کې د ایران ولسمشر حسن روحاني بیا ویلي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د رېل لارې او چابهار بندر، د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو یو بل پړاو دی. هغه زیاته کړې، چې په افغانستان کې صنعت، معادن، سوداګرۍ او د زده کړو په برخه کې هم مرستو ته لېواله دی.
سربیره پر دې په افغانستان کې د چارو کاروپوهان بیا په دې اند دي، چې ایران په رسمي ناستو کې ژمنې کوي خو عملاً د افغانستان او سیمې بې ثباتۍ لپاره منډې ترړي وهي.