
تمه ده، چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني به نن ورځ په تهران کې د جمهور رييس حسن روحاني د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي.
ولسمشر غني تیره ورځ هرات ولایت ته سفر درلوداو نن له هغه ځایه د ایران په لور روان شو.
د غني سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي په هرات کې خبرې غونډې ته وویلي، چې ښاغلی غني به تهران ته د سفر پر مهال له یو شمېر ایراني چارواکو سره وګوري او هم په د ولسمشر روحاني د لوړې په مراسمو هم برخه واخي.
په ایران هېواد کې د روان میلادي کال د مې په ۱۹مه د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شوې، چې ښاغلي حسن روحاني په کې د دوهم ځل لپاره، د ولسمشر په توګه وټاکل شو.
د غني له دې سفره ښکاري، چې د نشه يي توکو، د قاچاق په اړه، د ګمرک په اړوندو چارواو په ځینوامنیتي موضوعاتو به د افغانستان ولسمشر او ایراني چارواکي خبري ولري.
شاه حسین مرتضوي د یادو کارونو د سم ترسره کولو لپاره، په یو شمیر کمېټو خبره کوي، چې جوړې کړل شوي دي. هغه ویلي، چې دوی او ایران پنځه ـ پنځه کمېټې جوړې کړې دي، چې دا کمېټې به په بېلابېلو موضوعاتو خبرې کوي.
ښاغلي مرتضوي د افغانستان او ایران د اوبو په اړه څه نه دي ویلي، خو تمه ده، چېپه هرات کې د سلما د بند، په فراه کې د بخش اباد بند او په نیمروز کې د کمال خان بند په اړه په دې سفر کې خبرې وشي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د ایران جمهور ریيس ویلي، چې د افغانستان په لوېدیځ کې د بندیونو جوړېدل د دوی هېواد په زیان به تمامیږي.