افغان او پاکستاني پوځي چارواکو په پېښور کې سره لیدلي

د افغانستان او پاکستان دواړو هېوادونو د پوځونو لوړ رتبه جنرالانو دجمعې په ورځ په پېښور ښار کې سره کتلي او پر امنیت یې خبرې کړې دي.
د افغانستان ملي دفاع وزارت ویلي، چې د افغانستان یو پوځي پلاوی تیره ورځ پاکستان هېواد ته تللی او هلته له پاکستاني جنرالانو سره یې د ترورېزم پر وړاندې مبارزه او په سرحدي امنیتي موضوعاتو خبرې کړې ډي.
د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش ازادي راډیو ته ویلي، چې په افغان پلاوی کې د ملي دفاع وزارت، د اوپراسیون رییس او د ۲۰۱ قول اردو قوماندان شامل دي؛ دوی له مقابل لوري سره، د هغو تروریستانو پر وړاندې په مبارزه باندې غږېدلي دي، چې د افغانستان امنیت ته یې ګواښ پېښ کړی او پر وړاندې یې د رښتینې جنګړې غوښتنه کړې.
بل خوا دفاع وزارت هېله ښودلې، چې د ډیورند کرښې په اطرافو کې ترهګرو د افغانستان حکومت ته ګواښ پېښ کړی دی خو وایي، چې دوی به د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې لپاره، کلک عزم ولري.
د افغانستان د دفاع وزارت اووه کسیز پلاوي، پرون ورځ په پېښور کې د خیبر پښتونخوا د قول اردو له قوماندان جنرال نذیر احمد بټ او د ملېشه قواوو له مشر سره یې کتلي دي.
د پاکستان پوځي خبرپاڼې له مخې، د دواړو هېوادونو پوځي چارواکو دا منلې چې په سیمه کې سوله او ثبات د ګډو هڅو او زیاتې همکارۍ له کبله رامنځه رامنځته کېدلی شي.
د پاکستان پوځ څو میاشتې مخکې اعلان وکړ، چې دوی د ډیورند پر کرښېاغزن سیم تیروي، ترڅود دوي په وینا د ترهګرو مخنیوی وشي.
په دې اړه په افغانتسان کې هم ځینې غبرګونونه راوپارېدل؛ ویل کېدل چې باید د دواړو هېوادونو د سمو اړیکو له مخې باید په سیمه کې د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه وشي.