اسلام اباد: پاکستان لپاره داعش خطر ناک دی.

پاکستانيچارواکوامریکا ته یې ویلي، چې په افغانستان کې د اسلامي دولت/ داعش ډلې شتون د اسلام اباد لپاره، ګواښ پېښ کړی دی. ویل شوي، چېله دې تهدید سره د مقابلې لپاره به د خپلو پولو مدیریت مهم وي.
دا خبرې په داسې وخت کې شوې چې د امریکا ولسمشر ښاغلي ټرمپ  د افغانستان او سیمې په اړه په بیا کتلو شوو کړنلارو غور کوي.
پاکستاني چارواکو خبر ورکړی، دوی به د امریکا دا ډول کړنلارو ته سترګې په لار وي؛ دوی هیله ښودلې، چې د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ اړیکې غښتلې او په ګډه سره کار وکړای شي.
بل خوا ته امریکايي چارواکو هم دا منلې، چېباید د افغانستان لپاره په نوې ستراتیژۍ کې پاکستان هېواد له نظره ونه غورځول شي؛ د دوی په باور چېچې پاکستان د طالبانو د مشرانو اصلي ملاتړي دي.
دا خبرې پاکستاني چارواکو په داسې وخت کې کړې دي، چې دوی په سیمه کې د داعش په شتون اندېښنه ښکاره کړېده.