
د امریکا متحده ایالتونو د نوې ولسمشر ښاغلي ډونالډ ټرمپ په ټاکنیزو شعارونو کې یو یې د پاریس اقلیم له هوکړې په شا کېده وو،چې بلاخره نن یې د یوه لیک په ترڅ کې رسماً ملګرو ملتونو ته د پاریس له اقلیمي هوکړې د وتلو خبر ور کړ.
ډونلډ ټرمپ هغه وخت لا ویلي و، چې د پاریس د اقلیم هوکړه، امریکا هېواد ته زیات اقتاصادي زیان اړولی شي.
نوموړي ملګرو ملتونو ته د امریکا په استازیتوب لیکاستولی، چېپه لیک کې ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له خوا ویل شوي دي؛ تر ۲۰۱۹میلادي کاله پورې،امریکا ددغې هوکړې یوه برخه ده او د پاریس هوکړې اړوند په ټولو ناستو کې به ګډون ولري.
د امریکا اوسنۍ لیک دا یو سمبولیکه بڼه لري، ددې لپاره چې امریکا تر۲۰۱۹میلادي کال د نومبر تر میاشتې له څلورمې پورې هېڅ نه شي کولی، چېیادې هوکړې ووځي.
د ډونلډ ټرمپ دغو څرګندونو توند غبرګون راپارولی. ادعا داسې ده، چې د اقلیم په اړه به بله هوکړه نه شي کېدای، ځکه د پاریس هوکړې کابو لس کاله وخت نیولی دی.