
په لبنان کې د حزب الله شیعه اورپکي ډلې مشر حسن نصرالله وایي چې د لبنان له پوځ سره یو ځای به د لبنان او سوریې پر پوله د داعش پر وړاندې جګړه ییز عملیات پیل کړي.
نوموړي ویلي دي چې په یادو عملیاتو کې به د سوریې بشار اسد پوځ هم ګډون وکړي تر څو داعش له مینځه یوسي.
د حزب الله شیعه اورپکې ډله چې اسراییل یې د ځان لپاره ګواښ ګڼي د ایران، لبنان او سوریې بشار اسد دولتونو له ملاتړ څخه برخمنه ده چې په یاده سیمه کې د سني ډلو پر وړاندې جګړه پر مخ وړي.