قناعت کامیابی ده ؛ځکه چې زمونږ خوږ پیغمبر صل الله علیه وسلم وایې: ((یقینًا کامیاب دی هغه څوک چې مسلمان وی او رزق ورته برابر ورکړل شوي وي ،او الله جل جلاله ورته قناعت په نصیب کړي وي) ) قناعت په انسان کې يوه نه ختمېدونکی زېرمه ده، لکه چې په عربي ژبه کې يوه مشهوره معقوله ده او وايي: (( القناعة کنزً لا يُفنی)).يعنې قناعت هغه زېرمه ده چې پاېله نه لری. قناعت په انساني فکر کې يوه نه ختمېدونکی پرته زېرمه او سرمايه ده.مونږ که چېری خپل ټولنيز ژوند ته راوګرځو؛ نو وينو چې د قناعت لمن مو په ټولنه کې ډېره پراخه ده او د غوره ټولنيزو روابطو لپاره مونږ دېته اړتيا لرو، تر څو ماشوم ته قناعت، مېرمنې او خاوند ته قناعت، ګاوندي او يا دوست ،ملګري ته د قناعت ګټوری لاری چاری ولټوو. دقناعت په اړه"شیو کهرا"په خپل کتاب کې د"جرېبونو الماس"یوه په زړه پوری کېسه لیکلې · راځئ په ګډه یې راسره ولولئ: په جرېبونو الماس په افریقا کې دحافظ په نوم یوقانع اوخوشحاله بزګر و. دی خوشحاله و، ځکه قانع و؛ او قانع و، ځکه چې خوشحاله و. یوه ورځ یو عالم ورته راغی او دالماسو دارزښت او په دی اړه یې خبرې ورته وکړې چې دالماسو له څښتن سره څومره اقتدار وي. عالم په خپلو خبرو کې وویل چې که سړی دیوې ګوتې په اندازه الماس ولري، دځان په څېر لس کسان پېرلی شي او که یو موټي الماس ولري کولی شي، خپل ټول کلی واخلي. عالم ولاړ خو حافظ دشپې ویده نه شو ·دی خفه و، ځکه چې ناراضه و؛ او ناراضه و، ځکه چې خفه و· بزګر صبا ته خپله ځمکه وپلورله او دالماسو په لټه کې شو· ټوله افریقا یې چاڼ کړه خو بریالی نه شو چې الماس پیداکړي·اروپا یې هم ولټوله، خو دالماسو پر پیداکولو بریالی نه شو ·اسپانیا ته دتګ پر مهال له عاطفي، جسمي او مالي اړخه دومره کمزوري شوي و چې نږدې ځان دبارسېلونا سیند ته غوځار کړي · په کلۍ کې یې بیا هغه کس چې د ده ځمکه یې پېرلې وه، خپل اوښان پر هغو ویالو اوبه کول چې له کروندو یې تېره شوې وه·دویالې په اوږدو کې دسهارني لمر وړانګې پر یوه ډبره لګېدې او دشنې زرغونې په څېر انعکاس یې کاوه ·دځمکې څښتن له ځان سره فکر وکړ چې دا ډبره به یې دکور له ښکلا سره مرسته وکړي، له همدې کبله یې ډبره واخیسته اوپه خپل کور کې یې په المارۍ کې کېښوده · عالم راغی اوکله چې یې ډبره ولیده پوښتنه یې وکړه چې حافظ راغلی؟ دځمکې څښتن وویل: نه ولی دې پوښتنه وکړه؟ عالم ځواب ورکړ ستاسې د المارۍ پرسر اېښودل شوي ډبره الماس دی او زه الماس پېژنم · دځمکې څښتن وویل: نه دایوه عادي ډبره ده، چې ماته یې ځای معلوم دی، که ته غواړې تابه هم ورولم، هلته ډېرې دي · عالم اوبزګر ولاړل او ډبرې یې راوړې ·کله یې چې ډبرې د ازموینې لپاره ولېږلې څرګنده شوه چې په رښتیا الماس دي اوپوه شول چې په دي ځمکه کې په جریبونو الماس دي. ماخذ: کتاب شیو کهرا ژباړونکی شېرخان شهیر.صفحه (۲۱) · هغه کسان چې تل له کوچنیو نېمګړتیاو شکایت کوي او نه پوهېږي فرصتونه تشخیص کړي یوغټ لامل یې بې قناعته ژوند وي ·قناعت زده کړئ ،چې دبریالیتوب ویاړ درپه برخه کړئ !؟ په ورځني ژوند کې ډېر ځل اورو چې ځيني خلک وايې: فلانۍ خورا قناعت مند شخص دی، دا په دې معنا چې په خپل قسمت باندی خوښ او په لږ څه باندی راضي کېدونکی شخص دی ·
وروستي