یمن کې دولتي ځواکونو القاعده ډلې ته زیان اړولی دی

یمني سرچینې وایي چې د یاد هیواد په الشفا ایالت کې چې له ډېر مودې پرې القاعده غورځنګ واکمن و له یادې ډلې څخه زیات شمېر سیمې نیول شوي دي.
د اماراتي رسنیو د راپورونو پر بنسټ چې په یادو عملیاتو کې د اماراتو دولت او امریکا هوایي ځواکونو ملاتړ د یمن له پوځ سره و.
دا په داسې حال کې ده چې القاعده غورځنګ په یمن کې له نسبتا زیات نفوذ څخه برخمنه ده.
له بلې خوا په یاد هیواد کې د سعودي په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو په بمبارۍ کې د یوې کورنۍ درې میرمنې او شپږ ماشومان وژل شوي دي.
د بشري حقونو فعالان وایي چې د یمن په جګړه کې تر اوسه لس زره ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.