يوه ښځه چې 100 کلنه شوه ښکر ېې راشين شو



يوې سپين سرې چينايۍ مېرمن هغه مهال خپل ملګري او خپلوان هېښ کړل ،چې کله ېې په تندي کې ښکر راشين شو ددې ښکر اوږدوالی 5 سانتي متره دی .
له انګلستان څخه خپريدونکې ورځپاڼه (سن ) کاږي : دا نااشنا ښکر ، چې د101 کلنې (( تڅانګ رويفنګ )) په تندي کې څه موده وړاندې راشين شو او څوکه څوکه ېې اوږديده اوس ېې اوږدوالی 5 سانتي متره دی او داندېښنې خبره خوداده ،چې په مقابل اړخ کې ېې بل ښکر هم په راشين کيدو دی .
ورځپاڼه کاږي : ددې 101 کلنې سپين سرې کورنۍ له هېښتيا او ډاره ګوته پر غاښ ده .
دنوموړې تر ټولو کشری زوی ،چې 60 کلن دی وايي : په پيل کې موږ دې خبره ته چندان ارزښت ورنه کړ تېر کال مې دمور په تندي کلکه غوټه راڅرګنده شوه اوس ،چې ګورم ښکر دی ، خو دوخت په تيريدو ،چې ګورم ښکر شو او ورځ تربلې اوږديږي هم اوس ېې په کيڼ اړخ کې هم ورته ښکر رابره شو .
الله دې موږ له دې حاله وساتي .