د پاکستان لومړي وزیر د عمران خان له خوا پارلمان وکیلې زورولو موضوع د څېړنې امر کړی

د پاکستان لنډ مهالي لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي امر کړی دی چې د عمران خان له خوا د یې قانونپوهې د ازار او اذیت د دعوا په اړه څېړنه وشي.
د پاکستان په پارلمان کې د تحریک انصاف غړې عایشه ګلالۍ د یوې خبري غونډې په ترڅ کې د یاد ګوند له غړیتوب څخه لاس په سر شوه او ویې ویل چې عمران خان ښځینه وو ته درناوی نه کوي، د دې تر څنګ یې د یاد ګوند پر مشر عمران خان تور ولګاوه چې نوموړې ته یې د موبایل له لارې غیر اخلاقي پیغامونه استولي دي.
عباسي امر کړی دی چې د یوه هیئت په ټاکلو باید نوموړې قضیه په جدي توګه وڅیړل شي.
له بلې خوا د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ویلي دي چې یاد تور پر ده له دې امله لګول شوی دی چې د پخواني لومړي وزیر نواز شریف په استعفا کې یې رغنده رول لوبولی دی.