ټرمپ پر کانګرس نیوکه کړې چې له امله یې د امریکا او روسیې اړیکې ترینګلې شوي

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا پر کانګرس نیوکه کړې ده چې پر روسیې د بندیزونو لګولو طرحې د تصویب له امله یې د روسیې او امریکا اړیکې ترینګلې شوي دي.
نوموړي ویلي دي چې د دوو هیوادونو اړیکې اوسمهال تر ټولو ټیټې او خطرناکې مرحلې ته رسیدلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د روسیې لومړي وزیر د یاد هیواد پر وړاندې د بندیزونو لګولو طرحه په کلکو ټکو غندلې ده او دا یې یوه اقتصادي جګړه بللې ده.