تورو شپو او تور غبار سره مو ژوند دی
خدایه لږ مو سپین شفق را په نصیب کړې
مونږه ټول د نفاق په دام کې ګیر یو
خدایه ته مو نور ته تباه د نفاق کور کړې
ورور د ورور پلار د زوي سره په جنګ دي
خدایه ته مو نور وران د کرکې کور کړې
د نفرتونو او تعصبونو اور وطن خپور دی
خدایه ته مو نور خاموش د نفرت اور کړې
په هر کلي په هر ښار کې د غم نارې دي
خدایه ته مو نور خلاص له دې فغان کړې
هر مور د خپل بچي په انتظار ده
خدایه ته مو نور خلاص دا انتظار کړې
په هر زړه کې د غمونو لوی بازار دی
خدایه ته مو نور وران دغه بازار کړې
د بازمحمد زړګی همېش له غمو ډک دي
خدایه ته مو نور آباد افغانستان کړې
بازمحمد منګل .
هیله د پام وړ مو ګرځیدلی وي.
وروستي