غزل

اوښکې مې له سترګو کډه وکړه اې ویده ولسه
په خړو خاور کې لت پته اې ویده ولسه

ستا شهامت خو په نړۍ کې وه ثابت پښتونه
اوس خو مظلوم یې بې له حده اې ویده ولسه

له هرې خوا په تا ټاپې د یاغي او باغي لګیږي
اوس خو شوی یې ډیر بې کسه اې ویده ولسه

د احمد شاه او میرویس را ویښیدل په کار دي
موږه یو، شوي ډیر بې وسه اې ویده ولسه

زما د اوښکو دا کاروان به همیش روان وي
تر څو چې وینم تا بې وسه اې ویده ولسه

زموږ یوالی چیرته ؟ زموږ ننګ چیرته دي ؟
هر یو مو وژني تر خپل وسه اې ویده ولسه

اوس مې زړګی خوږیږي هم ملت ځوریږي
د نفاق اور کې یو ګیر بې له حده اې ویده ولسه

نه مو مکتب پاتې شه ، نه مو مسجد پاتې شه
عالم دې وړي له خپل ممبره اې ویده ولسه

لږ ویښېدل په کار دي د ژوند کول په کار دي
نفاق مو ژوندون کړ بې خونده اې ویده ولسه

زه بازمحمد منګل به څنګه خوشالۍ وکړمه
چې تاسې دومره یئ په بد حاله اې ویده ولسه