غزل

ما چې وکړ احترام دې ستا د سترګو
بې اختیار مې بهیدې اوښکې له سترګو

ما هیڅکله داسې حال لېدلې نه ول
چې بې درده به راځي اوښکې له سترګو

کله کله زه خپل ځان ته شم حیران
چې قافلې د اوښکو ځي له دې سترګو

ما دې زړه لپاره غم کتلای نه دی
د خوشالۍ لپاره هم ځي اوښکې له سترګو

دا زړګی دی چې خپل یار لپاره ژاړي
بې له درده کله ځي اوښکې له سترګو

ما بې مینې کوم موجود لیدلی نه دی
د مین به حتماً ځي اوښکې له سترګو

دا دې یار مې هر انداز کې لوی کمال دی
په خندا کې را نه ځي اوښکې له سترګو

بازمحمد د داسې چا سره یاري کړي
چې د یار په درد یې ځي اوښکې له سترګو