امریکا په روسیې رسمي بندیزونه ولګول

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دغه هېواد په ټاکنو کې د روسیې د لاس وهلو په ځواب کې پر دوی د بندیزونو لګولو مصوبه لاسلیک کړه او امریکا دغه په رسمي بڼه اعلان کړه.
ویل شوي، چې دا مصوبه په سپینه ماڼۍ کې لاسلیک شوه؛ ښايي له مخې یې، د ایران پر ایران او شمالي کوریا هم بندیزونه ولګېږي.
وروسته له هغې چې امریکا د روسیې پر وړاندې د بندیزونو مصوبه لاسلیک کړه، نو د روسیې لومړي وزیر دیمیتري میدویدوف وویل، چېله دوی سره د امریکې"بشپړه سوداګریزه جګړه" اعلان شوې ده.
د دیمیتري میدویدوف په وینا،چېددې بندیزونو له لګېدلو وروسته،د امریکا له نوې حکومت سرهد اړیکو ښه کېدلو تمه له منځه لاړه.
دا په داسې حال کې ده، چې د دواړو هېوادو د اړیکو له مخې۳۵ دیپلوماتان له خپل هېواد باسلي دي. روسیه د امریکا په ټاکنو کې لاسوهنه ردوي؛ روسي هم په دغه هېواد کې دواشنګټن دوه مرکزونه هم تړلي دي.