
امریکایي سرچینو ویلي، چې ډونالد ټرمپ پهافغانستان کې د دوی جګړه ستونزمنه بللي او خبریې ورکړی، چې ګوندې امریکا دغه جګړه وبایلي.
د ټرمپ سلاکاران بي سي ټلویزیون سره په خبرو کې ویلي دي، چې د جولاۍ په ننوسمه به ټرامپ ښايي د سپیني ماڼۍ د مشاورینو او پوځي جنرالانو سره،په غونډه کېپه افغانستان کې د دوی دې جګړې بایلوو ټکي یاد کړي.
ټرمپ په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال نیکولس تهدید کړی و او کېدای شي، چې جنرال نیکولس له دندې ګوښه کړي. اوسمهال په افغانستان کې جنرال نیکولس په دغه هېواد کې د بهرنیو ځواکونو مشري چارې په غاړه لري.
په افغانستان کې د طالبانو له دورې وروسته، دا شپاړلسم کال دی، چې امریکايي ځواکونه افغانستان ته راغلي دي.
د ټرمپ یاد شوي سلاکار زیاته کړې، چې د دفاع وزیر جان متیس په خبرو کې ويلي، چې د امریکايي ځواکونو او افغان دولت پر وړاندې د طالبانو او مخالفانو وروستني پرمختګونه د هغي ستراتیژۍ د ځنډ له کبله، چې دوی سپیني ماڼۍ ته د تاید لپاره سپارلي دي خو تر اوسه پورې سپیني ماڼۍ هغه ستراتیژۍ نه دي تایدکړې.
د ټرمپ سلاکار په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې په دغهراتلونکې غونډه کې به له ټرامپ سره، د سپیني ماڼۍ مشر سلاکار سټیف بینون، د هغه زوم او مشر سلاکار جراد کوشنر، د ملي امنیت سلاکار مک ماستر، لوی درستیز رینوس برینوس، د مسلح قواوو مشر جنرال ډانفورډ، مرستیال ولسمشر مایک پینیک اود بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسون په غونډه کې ګډون ولري.
په افغانستان کې د طالبانو له دورې وروسته، دا شپاړلسم کال دی، چې امریکايي ځواکونه افغانستان ته راغلي دي.
د امریکا ولسمشردا خبرې وروسته له هغې کوي، چې چهارشنبه ورځ د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې هوايي ډګر ته نږدې، د دویپر ځواکونو ځانمرګی برید وشو