
د امریکا متحده ایالاتو پتېلې، چې د روسيې سره مقابلې په موخه اوکراین ته وسلې ورکړي.
وروسته له هغې، چې امريکایانو د روسي ديپلوماتان د ویستلو پرېکړه وکړه، روسانو هم په غچ کې د ۷۵۵ تنو امريکايي ديپلوماتانو د ويستلو پرېکړه وکړه.
د روسي رسنيو د رېپوټونو پر بسنټ، اوس امریکا غواړي، چې د روسيې په ګاونډيو هېوادونو کې د پوتین دولت ته ستونزې رامنځته کړي او اوکراين ته وسلې ورکړي.
د امریکا دفاع وزارت د ویاند میخايل بالتانس له قوله ليکل شوي، چې: اوکراین ته د نیمه درنو او سپکو وسلو د ورکړې لپاره ارزونه روانه ده او د امریکا دفاع وزیر جیمز ماتيس هم د دې پلان د شتون خبره منلې.
امریکا په ورستیو ۳ کلونو کې تل پر دې ټينګار کړی، چې د اوکراین په خیتځ کې د روسيې نه د خلاصون لپاره د وسلې د ورکړې چار اړینه ده.
د یادونې ده، چې د پوتين په مشرۍ روسيه په خپل بهرني سیاست کې تر اوسه ډيره بریالۍ ښکاري، د اوکراین کړکیچ روسيې ته دا پلمه په لاس ورکړه، چې کريمیا د روسې برخه وګرځوي، په سوريه او په ټول منځني ختیځ کې يې د داعش او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې مبارزې ښه پایله درلوده، د ترکيې سره يې اړيکې بيرته ورغلې او د امریکا د ټاکنو پر مهال يې داسې کړنې تر سره کړې، چې دغه هېواد يې اوس له یوه کورني کړکیچ سره مخ کړی.
د اوکراین لپاره دا خطر شته که امریکا ورته نورې وسلې ورکړي، نو کیدی شي هېواد يې تجزیه شي، ځکه د اوکراین په ختیځ کې زیات روسان میشت دي.