ایران ملګرو ملتونو ته له امریکا څخه شکایت کړی

ایراني رسنۍ وایي چې د یاد هیواد حکومت ملګرو ملتونو ته رسما شکایت کړی دی.
په شکایت کې امریکا تورنه شوې ده چې د ۲۰۱۵ کال د اټومي موافقې څخه یې سرغړونه کړې ده.
ایران وروسته له هغې یاد شکایت کوي چې د ځمکې مدار ته د سټلایټ ځای پر ځای کوونکي توغندي ازمویلو وروسته امریکا پر شپږو ایراني شرکتونو بندیزونه ولګول.
له بلې خوا د امریکا کانګرس د ایران پر وړاندې د بندیزونو نوې طرح تصویب کړه او ایران یې د بالستیک میزایلو په ازموینه، له بشري حقونو څخه پر سرغړونه تورن کړی.