
د امریکا سنا مجلس پوځي کمیټې مشر او مخکښ سناتور جان مک کین ویلي دي چې امریکا باید د افغانستان لپاره یوه بریالۍ ستراتیژي ولري.
نوموړي د ټرمپ پر حکومت نیوکه کړې ده چې د شپږو میاشتو په تېریدو یې لا هم د افغانستان لپاره خپله سترتیژي نه ده ټاکلې.
نوموړي یادې خبرې دوشنبه د یوې اعلامیې په خپرولو سره کړي دي.
نوموړي ویلي دي چې په افغانستان کې د دوی سرتیري د بهترو کارونو وړ دي.
په یاده اعلامیه کې راغلي دي چې د امریکا سنا په سپټمبر کې د ملي دفاع صلاحیت قانون جوړوي او په کې یو تعدیل د امریکا د نظامي رهبرانو په غوښتنه پیشنهادوي تر څو په افغانستان کې د امریکا ګټو ته ژمنې ستراتیژۍ لپاره لاره هواره کړي.
له بلې خوا جنرال جان الن په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پخواني قوماندان ویلي دي چې د افغانستان لپاره د امریکا نوې ستراتیژي باید ډیپلوماټیکه او سیمه ییزه وي.