
د بلېک واټر بنسټګر اېریک پرينس ويلي، که امريکا له افغانستان نه خپل سرتيري بهر کړي، د ملي وحدت حکومت به په څو اونيو کې سقوط وکړي.
اېرک پرينس زياته کړې: «جمهور رييس ټرمپ ته ګرانه فاجعه په میراث پاتې ده او موږ په حقیقت کې درې کارونه کولی شو؛ ځواکونه له افغانستان نه بهر کړو، چې په دې صورت کې به د کابل حکومت په څو اونيو کې سقوط وکړي او ترهګر به تشویق شي، د لوړ لګښت او لږې پایلې د ترلاسه کولو ليونۍ پالیسي ته دوام ورکړو، او یا جګړې ته د ورشکستګۍ په سترګه وګورو او زیاتر زور پر ترهګرو راولو.»
نوموړی پر دې باور دی، چې د طالبانو د کمزوري کولو لپاره باید د دوی مادي سرچينو مخنیوی وشي.
د یادونې ده، چې جمهور رييس ټرمپ یو سیاستمدار نه بلکې یو سوداګر او پانګوال دی، چې اوس غواړي نور ځواکونو د دې لپاره افغانستان ته راوليږي، چې د ده په وینا دوی وکولی شي د افغانستان کانونو استخراج کړي او د چين او نورو سیالانو مخنیوي وکړي. بلېک واټر بیا هغه غير دولتي بدنامه بنسټ دی، چې پوځي متخصصه جنایتکاران روزي او د ګټې مادي سرچينه يې یوازې هغه هېوادونو کې تاميندلی شي، چيرته چې د جګړې اورونه بل وي.