نوري المالکي: په عراق کې به د بهرنيو ځواکونو شتون ته اجازه ورنکړو

د عراق د جمهور ريیس مرستیال ټینګار کړی، چې د عراق مسؤلین به په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو حضور ته اجازه ورنکړي.
د عراق پخواني لومړي وزير له «المیادين» خبري رسنۍ سره په مرکه کې ويلي، چې د عراق محوري کیدو ته نه يم لېواله او دا نه منم، چې په سيمه او نړيواله کچه دې محور وي.
نوموړي روسيې ته د خپل وروستي سفير ته په اشارې سره ويلي، چې: له پوتین سره یې د نړيوالې ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په څرنګوالي او اصولو خبرې وکړې.
نوموړي دا هم ويلي، چې اسرائیلو او یو شمېر نورو هېوادونو پلان درلود، چې عراق او سوریه تجزیه شي، خو په عراق کې د پوځ بریالیتوب دغه پلان شنډ کړ.
نوموړي زیاته کړې، که سوريې سقوط کړی وای تر دې وروسته به لبنان، اردن، عراق او نور هېوادونه هم تجزیه شوي وای.