زرګونه داعشي اروپایي جنګیالیو خپل تابعیت له لاسه ورکړی دی

د امریکا غږ د راپور پر اساس زرګونه هغو اروپایانو چې د داعش لیکو ته ورغلي وو خپل تابعیتونه یې له لاسه ورکړي دي.
سرچینه وایي چې ۱۵۲ بریتانویانو چې د داعش په لیکو کې یې جګړه کوله بریتانیا ته د بېرته تللو له حق څخه محروم شوي دي.
له بلې خوا په اروپا کې له ۵ څخه تر شپږو زرو پورې داعش جنګیالي نیول شوي دي چې د شواهد نه شتون له کبله نه دي محاکمه شوي.