پوتین د ۷۵۵ امريکايي ديپلوماتانو د ويستلو امر ورکړی دی

د روسيې جمهور رييس ولاديمير پوتين، تیره ورځ يکشنبه اعلان کړی، چې له روسيې خاورې نه يې د ۷۵۵ امريکايي ديپلوماتانو د ويستلو امر ورکړی دی.
د پوتين لخوا دغه پرېکړه، د امريکا د هغو تحريمونو په غبرګون کې شوې، چې څو ورځې مخکې امریکا په ډاګه کړل.
پوتین پخپله هغه مرکه کې، چې د روسي – ۲۴ تلویزیون له لارې يې يوه برخه خپره شوې ويلي، چې په نږدې راتلونکې کې د امريکا سره په اړيکو کې د مثبت تحول امکان نشته.
پوتين ويلي: «له امریکا سره د اړيکو د ښې کیدو لپاره مو ډيره اوږده موده انتظار وکړ، خو داسې ښکاري چې په نږدې راتلونکې کې به بدلون را نشي.»
پوتین زیاته کړې، چې ۷۵۵ امريکايي ديپلوماتان بايد له روسيې نه بهر شي.
روسيه وايی، چې د دغه شمېر امریکايي ديپلوماتانو له ویستلو وروسته به د دوی شمېر هم همدومره شي، څومره چې اوس روسي ديپلوماتان په امريکا کې دي.