امریکا د روسیې پر هغه کړنه سخته نیوکه کړې چې له مخې یې زیات شمېر امریکایي ډيپلوماټان شړل کیږي

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د روسیې هغه پریکړه د تاسف وړ بللې ده چې له مخې به یې د یاد هیواد څخه زیات شمېر امریکایي ډيپلوماټان وشړل شي.
د روسیې له دولتي تلویزیون سره د یاد هیواد ولسمشر ولادیمیر پوتین په مرکه کې ویلي چې په مسکو کې به د امریکا په سفارت کې له ۷۵۵ ډیپلوماټانو څخه ۴۵۵ پاتې شي او نورو ته یې د سپټمبر تر لومړۍ نیټې له یاد هیواد څخه د وتلو امر کړی دی.
پوتین زیاته کړې ده موږ تمه لرله چې په وضعیت کې به بدلون راشي خو له ډېر صبر سره دې پایلې ته ورسیدو چې ژر په وضعیت کې بدلون رانشي.
د روسیې دولت د جمعې ورځي په خپاره شوي بیان کې دا هم ویلي دي چې په مسکو کې د امریکا سفارت نور نشي کولی له سفارته بهر له خپلو کورونو او ګودامونو کار واخلي.
روسیه وروسته له هغې یاد تصمیم نیسي چې امریکا پر اوکراین د یرغل له کبله پر روسیه د نویو بندیزونو طرحه جوړه کړه.