ایرنا آژانس وایي ایراني محکمې لس تنه پر سعودي ديپلوماتیک ماموریت د برید په تور محکوم کړي

د ایران نیمه دولتي خبري آژانس ایرنا د خبر له مخې د ایران یوې استیناف محمکې د ابتدایه محکمې هغه پریکړه تایید کړه چې له مخې یې لس تنه له دې امله محکوم شول چې په سعودي دیپلوماتیکو مرکزونو یې بریدونه کړي وو.
یاد آژانس وایي چې پر هر یو له درو تر لسو میاشتو بند ختلی دی.
وروسته له هغې چې سعودي په یاد هیواد کې د شیعه ګانو یو مشر شیخ نمر اعدام کړ څو ډلو ایرانیانو یې په غبرګون کې په تهران کې پر سعودي سفارت او مشهد کې د سعودي پر قونسلګرۍ بریدونه وکړل.