سوریه کې القاعدې غورځنګ خبر ورکړی چې دوه د حزب الله اورپکي یې نیولي

په سوریه کې د القاعدې ډلې خبر ورکړی دی چې د لبنان شیعه حزب الله ډلې دوه تنه اوپکي یې نیولي دي.
سرچینه وایي چې یاد اورپکي د لبنان او سوریې په پوله ییزه سیمه کې نیول شوي دي.
القاعدې ډلې یکشنبه پر خپل آژانس ابعا د یادو کسانو انځورونه خپاره کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې حزب الله د شنبې په ورځ ویلي وو چې د دوی یاد جنګیالي لا درکه شوي.