
د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس ویلي دي چې امریکا د بالتیک هیوادونو او نورو هغو متحدینو تر څنګ ولاړه ده چې د روسیې له نیتونو په انديښنه کې دي.
نوموړي یادې خبرې د استونیا مرکز تالین کې وکړې.
پنس له فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل چې دوی د بالتیک هیوادونو ګرجستان او مونته نګرو ملاتړ کوي.
دا په داسې حال کې ده چې پنس به له استونیا څخه ګرجستان ته سفر وکړي.