د غني خان ماته فلسفه

غني خان یوه پيړۍ وړاندې، د ډسمبر میاشت په هشنغر کې زېږېدلی دی. نوموړی د خان عبدالغفار خان زوی دی. غفار خان په پښتونستان کې مشهور خان و، په خان  پاچا خان به پېژندل کېده.  د غني خان پلار خان عبدالغفار خان خدای خدمتګار ټولمنلی بنسټ درلود. د سېمې ټول پورنفوسه خلک پرې راټول وو. هغه عدم تشدد (ولسي مبارزه) د ځاني ګټو پر لور نه، بلکې د عامه رایو پر بنسټ یې پلي کوله. که د خان عقیدې او اسلامي موقف ته وګورو، نو تر ډېرو مذهبي مشرانو یې زیاته کایناتي تجربه درلوده.  د عدم تشدد سرلاري ګاندي جي دا هڅه کوله چې خان دې غلطه ايډیالوژي په پښتنو کې خپره کړي مګر خان پاچا خان هر څه د پوهې او تجربې له مخې وکړل. د انګریزانو په وړاندې، د خلکو تقویت لپاره یې هڅې جدي وې. دا چې خبره نوره اوږده نه شي نو غني خان  به د یو ولسي مبارز زوی یاد کړو. خبره د غني خان له ژوند او فلسفې کوو. له غني خان څخه مخکې په پښتنو کې ډېر فلاسفه او شعرا تېر شوي خو غني څنګه کایناتي فلسفې ته مخه کړه، څنګه یې شعرونه د تخیل تر ازانګې لوړ ولیکل او څنګه یې عقل ته تصوف وویلي؟  د غني خان همفکرو په اند، چې د غني له شاعرۍ مینتوب، ليونتوب او مستي ښکاري. پلار یې په ډګر عملي مبارز و. خو غني فکري مبارزه کوله او په انسانیت پالنه کې یې خیالونه ملګري و. غني خان مبارزه دا وه، چې د خلکو ژوند باید محدود ونه اوسې، بلکې داسې ژوند ولري، چې په هغه کې یو ډول عیش او عېشرت پروت وي ځکه هم شعرونه یې د انسان او مسلمان تر خیاله لوړ دي. وایي چې: راشه راشه لیوني له جام اوچت کړه مسلمان شه د درندانو په مذهب شه  جنتي پدې جهان شه غني خان په دې ځانته لیونی وایي، چې دی تر نورو انسانانو جلا انسان دی. قول او عمل یې تر نورو بېل دي همدارنګه ژوند داسې تیروي، چې نور وګړي یې نه شي تیرولی. غني خان شاعري د احساس ماتیدنې او راپارونې لپاره کړې ده. هغه د خپل روح ارمولو لپاره، په شعرونو کې له ځمکې د اسمان په لور الوت کړی. وایي، چې خپل درد او مینه به یې له همدې لارې اراموله.  د غني شاعري بېلابېله ده. هغه په یو اړخ شاعرې نه ده کړې. د هغه پښتو او پښتنو سره مینه تر نورو شاعرانو ډيره و. خپلواکۍ لپاره یې چې کوم شعرونه لیکلي، نو هغه یې ډير د یادلو وړ دي.  غني خان په دې نړۍ، د یو انسان په بڼه د نورو انسانانو اصلاح داسې کوي، چې هغه په اشعارو کې حیوانات او پرنده ګان تشبې کوي. د هغو انسانانو کړنې انځوروي، چې هغوی له اسلامیت ور اخوا پر انسانیت هم ور خبر نه دي. د غني خان د شاعرۍ په سبک څېړونکو لېکنې کړې دي. زه د غني خان په کلام څه نه ليکم، یوازې هغه څه چې د هغه له ژونده ښکاري تصویروم یې. د غني خان شاعري وطن پرسته، ښکلا، ازادي او یو ډول جلا فلسفه لري نو دا هر څه په خپل ځای. د غني د فلسفې جلاوالی په څه کې دی؟ اکثره لیکوال په دې عقیده دي، چې که څوک غواړي د غني خان په فلسفه وپوهیږي نو د غني خان ټوله شاعري دي ولولي. لکه مخکې مو، چې وویل: د غني خان فلسفه د عقل او ذهن زېږندنه ده. څه چې یې عقل ورته ویلي، هغه یې لیکلي دي. مسلمان ته له عقل څخه نقل مقدم دی ځکه چې مسلمانان د یو معلوم دین او مذهب پيرو دي؛ په کار ده، چې د ژوند چارو لپاره کوم څه چې دین ویلي نو هغسې باید ترسره هم شي.  چا چې د غني شاعري لوستې، هغوی وایي چې غني په خدای مین و، په داسې حال کې چې د خدای مینتوب د هغه فرموداتو منل او پر ځای کول دي. هېڅ یو مجنون به پیدا نه کړای شي، چې هغه د خپل جانان خبرو، کړنو او خیال ته ځان ونه شي رسولې مګر غني په شعرونو کې تل له خدایه ګيلې کړې دي نو آيا دې ته مینتوب وایي!؟ غني جنت او دنیا ته داسې ګوري: چه مستي وي او ځواني وي او جانان وي او ډک جام ډير ګلونه، لږ باران، او غمګین غوندې ماښام  عشق څه اور وي او نوروي زړه لمبې لکه تنور وي په دې ژوند به ور زار کړم جنتونه ستا تمام ددې شعر په منځنۍ برخه کې بیا داسې وایي: اې د لوی فضل مالکه، ماله دا دنیا جنت که فارموله یې ده اسانه، د درې توکونه جوړیږي لکه ویلې مې دي  سر که، بس جانان ځواني او جام وګورئ غني خان په دې دنیا جنت غواړي مګر خدای(ج) دا دنیا د کافرانو لپاره جنت ګرځولې او هغه دنیا یې بیا ورته دوزخ ګرځولې ده. د غني خان لپاره، په دې دنیا جانان، ځواني او جام جنت دی. شاعر باید څه وکړي؟ د غني خان ځواب دا دی: " زما خیال دی چې یو شاعر د فکر او خیال قول او عمل په ډګر کې د ښکلا او ښایست عبادت وکړي" د غني دا تعریف، چې وايي شاعر باید د فکر له اړخه د ښکلا عبادت وکړي؛ دا د تصوف رد دی ځکه تصوف د خیال او فکر په داسې ډول جوړول دي،  چې له مخې یې صوفي خدای رضا کاندي.  غني خان د پورتنۍ خبرې توضیح بیا داسې کوي: " د شاعر ژوند او مرام(هدف) له مولا څخه جلا دی ځکه چې انسان په اساسي او بنیادي ډول یو ځناور دی هغه خوراک، څښاک، استراحت او جنسی اړتیاوو ته ضرورت لري نور هېس ته نه. " غني خان انسان ځناور ګني مګر خدای(ج) انسان ته څومره عزت او احترام منزلت ور په برخه کړی، هغه یې له بشري کرامته برخمن کړی دی او غني یې ځناور بولې! د بحث بل مهم ټکی هغه د غني خان د فلسفې انسانیت دی. د انسانیت لپاره، باور او حیا تر ټولو مهم شیان دي. حیا د اېمان برخه او باور بیا هغه څه دی، چې پر مټ یې لوی ذات یو ګڼو. له خدای(ج) سره په اولهیت او ربوبیت کې شریک نه شو نیولی.  غني خان د پښتو ژبې یو شاعر دی. دی لوی خیال او ټولنیز موقف تر لیونتوبه رسولی دی. د خدای (ج) بنده دی. غني یو له هغو دی، چې غواړې ليکل وکړي، خپل احساس وښیې، ستونزې تشخیص کړي او ورته درمل وګوري. بل خوا دا ټول بندګانه ددې ژوند لپاره پیدا شوي دی او چې هر څنګه وی دا کړاونه به زغمي، چا چې پرې صبر وکړ، خدای به عظیم ځای ورکړی ځکه لوی ذات له صابرانو سره دی او څوک چې له ژونده آزار و بیزار وي هېڅ به په لاس ور نه شي؛ مجبور دی چې صبر ولري. کنه بې صبري به یې د غنې غوندې د ماتې فلسفې پلوی کړي. غني خان له ژونده بې زاره و؛ وایي چې: یا بې جړو ونه زه وای          او یا بې پرو مارغه وای یاد نیم اسمان وی ستوری       یا د سیند د منځ اوبه وی یا قطره وی د شبنم زه             نه مې پلار نه مې نیکه وی نه مې دولت نه مې دښمن وی        نه مې بد وی نه مې ښه وی دا جهان به لوی جنت وو      که رشته نه وی هر څه وی د غني خان په اړوند لیکل شوي، چې غني له انسانیت نه تصوف ته ګوري او هغه څه چې یوازې دین پرستو ځانله ګڼلي غني یې په حسن پرستۍ کې ګوري او په ژوند کې موسقي، ازادي، ډرامه او ... فنون یادوي؛ بلاخره ژوند په همدې تېروي.  د غني خان شعري انساني مفکوره هماغه د ملحدانو د انسانیت مسله ده؛ وایي، چې په دنیا باندې لوی مذهب انسانیت دی ځکه غني له چې په عادي او روان ژوند کې څه ښه ښکاري بس نو د هماغه  غوښتونکی دی. ځینې لیکوال د غني خان تصوف تایدوي مګر په اصل کې تصوف دا مني، چې ته دې له نړۍ، طبیعت او کورنۍڅخه نفرت وکړې او داسې یو چاته پناه یوسی، چې هغه ستا پالونکی دی. تصوف له دنیايي هستیو سره هغه الهي چلند دی، چې د هغه له مخې د خدای(ج) رضا حاصلیږي. د پروفیسرګلزار جلال په ژباړه کې راځي: غني ته رام کنکر مجسمه سازي ورښوله کله چې په ارټ سکول کې شامل  شو، یوه ورځ یې له خټې د چنډخ مجسمه جوړه کړه، د غني خان استاد په دې کار کې پټ فنکار ولید او غني یې تشویق کړ تر څو د مصورۍ له لارې د انسانانو اشکل وباسي او زړونو ته لاره پیدا کړي غني هم په مجسمه کې موخونه جوړول او د یو بریالي مجسمه ساز په نوم په هغه سکول کې ثابت شو.  دا یې لاپسې بله؛ غني خان یوه مجسمه جوړونکی هم پاتې شوی. هغه د خپل ذوق لپاره، ښایستوکې مجسمې جوړې کړې، ترڅو خپل خوندونه پرې پوره کاندي. غني خان آزاد خیاله او قاعده نه مننونکی انسان، چې پاچا خان غوندې یو پلار ترې ګله من وي. خان ورته وایي: غني جانه زه د پښتنو پلارونو په څېر تا سره چال چلند نه کوم. غني همدې جرات هر ځای بولی دی او د خپل تاثیر غورځولو لپاره، یې خپله ازادي ښودلې ځکه وایي انسان آزاد پیدا دی.  غني زیاتوي چې هر څوک باید فکري وه اوسي. مطلب څه یې چې د خیال انګیزه وي، هغه ته باید لبیک ووایي. زموږ خلک آزادي محدودوي. ځينې قاعدې تر هر څه بهترې ګڼې او همدې پسې روان وي ځکه هغه څه چې د کایناتو لپاره شامل دي؛ په هغه باید انسان هم ژوند وکړي. لکه؛ پلار چې څه فرموده لري، د هغه اجرا د زوی لپاره فرض د. د رسول الله (ص)په وخت یو ماشوم مسلمان شو وویل: یا رسول الله (ص) زه له تاسره مینه لرم، ته چې هر څه ماته ووایې زه به یې حتمي منم. رسول الله (ص) ورته وفرمایل: ستا پلار کافر دی، باید د هغه چاره وکړې. ماشوم په منډه لاړ توره یې راوخیسته بیا رسول الله (ص) ورته وفرمایل: بچیه! هغه ستا پلار دی، هغه چې هر څه کوي ته یې زوی یې، ته  هغه نه شې وژلی.  له دې څرګندیږي چې  ټول انسانان باید تر یو نظارت لاندې ژوند ولري. د خان پاچا خان پورتنی عرض بې څه نه و. ښکاري، چې غني د خان فرمانبردار نه دی. د غني عزم او اراده کلکه وه. د وخت حالاتو کوښښ کاوه، چې غني په خپله ولقه کې کړي خو وې نه شو کړای. بیا هم غني خان به ویل، چې زموږ دا کنډ او کپر وطن، خاورې او کورونه تر هغو سپینو ماڼیو ښه دي ځکه د فقري ژوند د یو پښتون لپاره  غټه سرمایه ده. په پای کې د غني خان د مستي په اړه د سرادار علي ټکر خبره را اخلم: " د غني مستي ډېره زیاته وه، یو ورځ یو مجلس کې کله چې به ما د ده کلام اوراوه نو پر ځای نه شو کیناستی او یو جنون به اخیستی وو...[په اصطلاح غني همدې مستي د خيال تر لوړو پوړیو ورساوه]"  ۱۳۹۴هـ ش، دلوې۷مه