
د امریکا دفاع وزارت د ایران هغه ادعا رد کړه چې ویلي یې دي پر ایراني کښتۍ د امریکایي کښتۍ ډزې تحریکوونکی او غیر متعارف عمل ګڼلی و.
د ایراني دولت یادې څرګندونې د نوموړي هیواد دولتي خبري آژانس ایران خپرې کړې وې چې د پنټاګون له توند غبرګون سره مخ شوې.
دا په فارس خلیج کې دوهم ځل دی چې ایراني او امریکایي سمندري ځواکونه یو بل ته مخامخ کیږي او ورته تحرکات تر سره کوي.
په ورته وخت کې امریکا د ایران، روسیې او شمالي کوریا پر وړاندې د بندیزونو د نوې طرحې پر قانوني کولو هم کار روان کړی دی چې له مخې به یې د ایران سپاه او نور دولتي مقامات او بنسټونه له بندیزونو سره مخ شي.