د استرالیا لومړي وزیر ویلي دي د الوتکې د سقوط مخه یې نیولې، ۴ تنه نیول شوي

د استرالیا لومړي وزیر څرګنده کړې ده چې د یوې استرالیایي الوتکې د غورځولو طرحې په تور د یاد هیواد امنیتي ځواکونو ۴ تنه نیولي دي.
مالکوم ټرامبل ویلي دي چې د دوی د نیولو په خاطر یې د یاد هیواد په سیډني کې پوځي عملیات په لاره اچولي وو چې د یادو څلورو کسانو په نیولو د الوتکې غورځولو پلان شنډ شوی دی.
له بلې خوا استرالیا په هوایي ډګرونو کې ځانګړي تدابیر نیولي دي.
چارواکو د نیول شوو کسانو په اړه نور جزئیات نه دي وړاندې کړي.